د يمن څخه په راكټي بريد كښې د سعودي وګړي مړ شوې

د يمن څخه په راكټي بريد كښې د سعودي وګړي مړ شوې

رياض (پاکستان پوائنٹ نیوز۔25 جولائی۔2016) د يمن څخه په راكټي بريد كښې د سعودي وګړي مړ شوې۔د عرب مېډيا له مخې د جزان ولايت د شهري دفاع ډائرېكټورېټ وياند محمد آل صمعان وئېلي دي چې امنيتي چارواكو ته اطلاع راغلې وه چې د صامطه په سيمه كښې يو راكټي بريد شوې كله چې امنيتي چارواكو د پیښې ځاې ته ورسېدل نو هغوي ته ووئيل شول چې په بريد كښې يو ځايې وګړې پھ حق رسېدلې۔د يادونې وړ ده چې د سعودي امنيتي چارواكو د دې څخه وړاندې وئېلي وو چې د يمن حوثي ياغيانو په نېجران ښار د بېلسټك مېزائل بريد كړی وو خو مېزائل په فضاﺀ كښې تباه كړی شوې۔(م ع/وس/1527)