تركيه كښې بس ته نزدې د بمي چاؤدنې پېښه – 13 عسكر ووژل شول

تركيه كښې بس ته نزدې د بمي چاؤدنې پېښه – 13 عسكر ووژل شول

انقرہ(پاکستان نیوز پوائنٹ 17دسمبر2016ء) د تركيه قېصريه ښار كښې د يوې بمي چاؤدنې پېښې په نتيجه كښې 13 پوځي اهلكار مړه او 48 نور ژوبل شوي دي۔ د المان ابلاغ ذريعو ترمخه پوځي اهلكار د دې بمي چاؤدنې دلارې په نښه كړې شوي۔ د ځائي روغتونو ذريعو وئيلي روغتون ته يو شمېر مړي راوړلې شوي بياهم د مصدقه اطلاعاتو انتظار لا روان دے۔ د اطلاعاتو ترمخه دا بس د يو پوهنتون کېمپس ته نزدې په نښه كړې شو ځكه عام وګړي هم دې پېښه كښې ځپلې شوي۔