پاكستان د امريكې باوري ٬ موثره او جدي شراكت دار دے٬ د دواړو هېوادونو ترمېنځه قوي اړيكې سوئيلي آسياء او د منطقې امن او استحكام له مرستياله دي٬

وزیراعظم محمد نواز شریف د ډونلډ ټرمپ نوې انتظاميې سره د اوږدې مودې ګټورو روابطو له خوښي لري۔ د پاکستان پالیسۍ د آئي اېم اېف، نړيوال بانك او سټېنډرز اېنډ پور غوندې نريوالو ادارو ستائېلې۔ د وزیر اعظم د خارجه چارو مرستيال طارق فاطمي "اے پي پي" سره خاص مركه

پاكستان د امريكې باوري ٬ موثره او جدي شراكت دار دے٬ د دواړو هېوادونو ترمېنځه قوي اړيكې سوئيلي آسياء او د منطقې امن او استحكام له مرستياله دي٬  
وزیراعظم محمد نواز شریف د ډونلډ ټرمپ نوې انتظاميې سره د اوږدې مودې ګټورو روابطو له خوښي لري۔ د پاکستان پالیسۍ د آئي اېم اېف، نړيوال بانك او سټېنډرز اېنډ پور غوندې نريوالو ادارو ستائېلې۔ د وزیر اعظم د خارجه چارو مرستيال طارق فاطمي

واشنګټن(پاکستان نیوز پوائنٹ 16دسمبر2016ء) د وزیر اعظم د خارجه چارو خاص مرستيال طارق فاطمي وئيلي دي د پاكستان امريكې ترمېنځه قوي اړيكې سوئيلي آسياء او د منطقې امن او استحكام له مرستياله دي٬ وزیراعظم محمد نواز شریف د ډونلډ ټرمپ نوې انتظاميې سره د اوږدې مودې شريكو ګټورو روابطو له خوښي لري۔ د پاکستان پالیسۍ د آئي اېم اېف، نړيوال بانك او سټېنډرز اېنډ پور غوندې نريوالو ادارو ستائېلې ده ۔

طارق فاطمي دا خبرې " اے پي پي" سره خاص مركه كښې وكړې۔ طارق فاطمي ووئيل بايد امريكې ته دا معلومه وي چې نننې پاكستان د امريكې باوري ٬ موثره او جدي شراكت دار دے۔ ده ووئيل د وزیراعظم نوازشریف په فعاله قيادت كښې پاكستان ټولو سره د ملګرتيا اړيكو خوښي لري او په خاص توګه نړۍ سره په شريكه توګه ګټور روابط جوړول غواړي ۔ ده ووئيل په تاريخي توګه امريكا د څو لسيزو راهسې د پاكستان ملګرې دے او دواړو هېوادونو په ځينو مهمو مسئلو د يو بل مرسته كړې۔

طارق فاطمي ووئيل د ترمپ انتظاميې له د دواړو هېوادونو ښې اړيكې تر نظره ساتل پكار دي كومې چې نړۍ كښې د امن مقاصد قوي كوي۔ د يوې پوښتنې په ځواب طارق فاطمي ووئيل د امريكې نوې انتظاميې كښې د خدماتو ترسره كوونكو شخصياتو ته ما غېر رسمې ملاقاتونو كښی د پاكستان نكته نظر رسولې چې وزیراعظم نوازشریف امريكې سره د پاكستان اړيكو ته پاملرنه كوي او مريكې سره ښې اړيكې غواري او په دې خبره خوښي لري چې دواړه هېوادونه شريكو او ګټورو څانګو ته پاملرنه وكړي۔

د کشمیر پحقله د پوښتنې په ځواب ده ووئيل دا شخړه د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل په اېجنډا پرته ده او د دې شخړې هواري نه غېر منطقه كښې امن او استحكام ممكن نه دے ٬ ده ووئېل مقبوضه وادۍ كښې هندي ځواكونو د ظلم بازار ګرم كړې۔ ده ووئيل امريكا سپر پاور هېواد دے او د سلامتي كونسل مستقل غړے دے او امريكا پاكستان او هند دواړو سره د ملګرتيا ښې اړيكې لري ۔

ده ووئيل بايد امريكا د هند او پاكستان د اړيكو ودې له هڅې وكړي كومې چې د دواړو هېوادونو د هيلو سره همكاري لري او د خپلواكۍ د حق سپيځلي نصب العين له د هڅو كوٶنكو كشميريانو هيلي هم ترسره كړي۔ده ووئيل په راتلونكو كښې به د امريكې او پاكستان ترمېنځه اړيكې لا مستحكمې شي او دا به د دواړو هېوادنو په ګټه وي۔ ده ووئيل د نن پاكستان ډېر ښه دے او په تېرو درې نيمو كالو كښې پاكستان په ځينو څانګو كښې پرمختګ كړے ولې چې آئي اېم اېف، نړيوال بانك او سټېنډرز اېنډ پور غوندې نړيوالو ادارو ئې ستائېنه كړې۔

د نوې انتظاميې له مخې د پاكستان او امريكې د سرمايه كارۍ ودې په ځواب طارق فاطمي ووئيل سرمايه كار حكومتي پاليسۍ او زمكيز حقائق تر نظره ساتي او حكومت د سمت پېروي نه كوي۔ ده ووئيل ادارې قوي دې او هېواد د ترهه ګرۍ په ضد لوئې كاميابۍ ترلاسه كړې او دا ډول ښه حالات سرمايه كار راغب كولو له مرستياله وي۔