د روسيې هېكرانو د ټرمپ د اولس مشرې په كمپائن كښې مرسته كړې وه۔ سي آئي اے

د روسيې هېكرانو د ټرمپ د اولس مشرې په كمپائن كښې مرسته كړې وه۔ سي آئي اے

واشنګټن (پاکستان نیوز پوائنٹ 10دسمبر2016ء) د امريكې د خفيه ادارې سي آئي اے په يوه تجزيه كښې وئيلي دي چې د روسيې هېكرانو د ټرمپ د اولس مشرې په كمپائن كښې مرسته كړې وه۔ د امريكې وفاقي تحقيقاتي ادارې د دې باور څرګندونه وكړې چې تېره مياشت د دې ټاكنو په مهال د روسيې هېكرانو د ټرمپ د بريالې كولو هڅه كړې وه خو د ډونلډ ټرمپ ډلې دا تورونه رد كړي دي۔ د ماسكو حكومت هم داسې تورونه رد كړي دي چې ګني دوي د امريكې د ټاكنو په نتيجو د كوم ډول اثر كولو هڅه كړې۔