روسيې او اروپائي اېتلاف د سوريې په صورتحال خبرې وكړې

روسيې او اروپائي اېتلاف د سوريې په صورتحال خبرې وكړې

هيمبرګ (پاکستان نیوز پوائنٹ 10دسمبر2016ء) د روسيې خارجه وزير او د اروپائي اېتلاف د خارجه پالېسې مشرې د سوريې په مسئلو او په دې هېواد كښې د بشري حقونو په صورتحال خبرې كړې دي۔ د روسيې د خارجه وزارت لخوا په جاري شوي يو بيان كښې وئيلي شوي دي چې د خارجه وزير سرګئي لاروف او د اروپائي اېتلاف د خارجه پالېسې مشرې فېډريكا موګرېني ترمېنځه په دې لړ كښې د المان په هيمبرګ ښار كښې خبرې شوې دي۔ د سوريې مسئله د روسيې او لوېديزو هېوادونو ترمېنځه يوه اختلافي مسئله ده۔ د دې څخه وړاندې د روسيې خارجه وزير په المان كښې د امريِكې خارجه وزير جان كېري سره هم په دې لړ كښې په مذاكراتو كښې برخه اخيستې۔ ﴿م ع/ م ع1447﴾