د امريكې نوي اولس مشر ډونلډ ټرمپ د خپلې پوځي پالېسې اعلان وكړو

د امريكې نوي اولس مشر ډونلډ ټرمپ د خپلې پوځي پالېسې اعلان وكړو

واشنګټن (پاکستان نیوز پوائنٹ 8دسمبر2016ء) د امريكې نوي اولس مشر ډونلډ ټرمپ د خپل حكومت د پوځي پاليسې اعلان كولو سره د ترجيحاتو اعلان وكړو۔ د برتانوي مېډيا له مخې ډونلډ ټرمپ د خپل حكومت د پوځي پاليسې اعلان كولو سره ووئيل چې د امريكې پوځ به په بهرنيو شخړو كښې د مداخلې نه ډډه كوي۔ ده ووئيل چې مونږ ټول پام داعش ته ماتې وركولو ته كړے او مونږ به د خپل پوځي طاقت د اضافې د لارې د امن مقصد ترلاسه كولو هڅه كوو۔

د امريكې نوي اولس مشر په عراق د امريكې لښكر كشي غلطي ګرځولو سره ووئيل چې امريكا به په كوم بل هېواد كښې د حكومتونو له مېنځه وړلو هڅه نه كوي او نه به په كومو داسې اقداماتو كښې برخه اخلي۔ ده امريكائي اولس ته باور وركړو چې په جنګونو لګېدونګې پېسې به په سړكونو٬ لويو لارو٬ پلونو او د هوائي اډو په جوړولو لګولې شي۔ ده ووئيل چې امريكې ته به په بهرنۍ نړۍ كښې د مداخلې پاليسي پرېښودل وي۔ ده ووئيل چې مونږ ته به امريكائي پوځ جارحيت لپاره نه بلكې دفاع لپاره قوي كول وي۔