د فرانس د كورنيو چارو وزير بېرنار كاسنوو به د هېواد نوے وزيراعظم وي

د فرانس د كورنيو چارو وزير بېرنار كاسنوو به د هېواد نوے وزيراعظم وي

پېرس (پاکستان نیوز پوائنٹ 7دسمبر2016ء) د فرانس د كورنيو چارو وزير بيرنار كاسنوو به د هېواد نوے وزيراعظم وي۔ د المانې مېډيا له مخې دا خبره د فرانس د اولس مشرې د ماڼې لخوا په جاري شوي يو بيان كښې شوې۔ د فرانس وزيراعظم مينوئل والس د راتلونكي كال په پېل كښې د اولس مشرې په ټاكنو كښې د كانديد په توګه ګډون كولو لپاره د وزيراعظم د چوكۍ پرېښودلو اعلان كړے و۔ د يادونې وړ ده چې د فرانس رائې وركوونكي به په دوه پړاؤنو كښې د اپرېل په 23مه او د مئي په 7مه نېټه د هېواد د نوي مشر ټاكنه كوي۔