د المان چانسلره يو ځل بيا د خپل ګوند مشره وټاكل شوه

د المان چانسلره يو ځل بيا د خپل ګوند مشره وټاكل شوه

برلن (پاکستان نیوز پوائنٹ 7دسمبر2016ء) د المان چانسلره انجيلا مركل يو ځل بيا دوه كلونو لپاره د خپل سياسي ګوند كرسچن ډيموكرېټك يونين ﴿سي ډي يو﴾ مشره ټاكل شوې۔ د المانې مېډيا له مخې د سي ډي يو په كلنه غونډه كښې د رايو وركولو په مهال نوي فيصده غړو په انجيلا مركل د خپل اعتماد څرګندونه وكړه۔ انجيلا مركل ته دوه كاله وړاندې د سي ډي يو په يوه داسې غونډه كښې 98 فيصده رائې وركړې شوې وې۔ د دې نه وړاندې ځينې مشرانو د انجيلا مركل په سياست نيوكه هم وكړه۔ د يادونې وړ ده چې انجيلا مركل د كال 2000م نه په دې چوكۍ ټاكل كېږي۔