يونان د تركيې د 8 عسكرو وطن ته د لېږلو نه انكار وكړو

يونان د تركيې د 8 عسكرو وطن ته د لېږلو نه انكار وكړو

ايتهنز (پاکستان نیوز پوائنٹ 6دسمبر 2016ء) يونان د تركيې د 8 عسكرو وطن ته د لېږلو نه انكار وكړو۔ د المانې مېډيا له مخې د يونان يو عدالت وئيلي دي چې د چورلكې د عملې د دې اتو غړو ژوند خطر سره مخ دے ځكه دوي بېرته تركيې ته نه شي لېږل كېدے۔ د تركيې دا عسكر په يونان كښې په حراست كښې دي او په درې ورځو كښې به خوشي كړې شي۔ په تركيه كښې د جولائي په 15مه نېټه د ناكام پوځي بغاوت نه پس دا اته واړه عسكر يونان ته رسېدلې و۔ دې عسكرو په خپل ځان لګول شوي تورونه رد كړي دي۔