د اټاليا پوليسو د كډوالو سمګل كولو په تور 4 كسان ونيول

د اټاليا پوليسو د كډوالو سمګل كولو په تور 4 كسان ونيول

روم (پاکستان نیوز پوائنٹ 29نومبر2016ء) د اټاليا پوليسو د كډوالو سمګل كولو په تور 4 كسان نيولي دي۔ د المانې مېډيا له مخې د اټاليا د كورنيو چارو د وزارت لخوا په جاري شوي يو بيان كښې وئيلي شوي دي چې د دې شكمنو كسانو تعلق يوې داسې شبكې سره دے كومه چې د داعش جنګيالي اروپا ته رسولو لپاره فعاله ده۔ داسې شك هم كولې شي چې دې ډلې د هغو بريد كوونكو اروپا ته په رسولو كښې مرسته كړې وه كوم چې تېر كال د پېرس په بريدونو كښې ككړ و۔