په مقبوضه كشمير كښې هندي ځواكونو په بانډي پوره سيمه كښې 2 ځوانان شهيدان كړل

په مقبوضه كشمير كښې هندي ځواكونو په بانډي پوره سيمه كښې 2 ځوانان شهيدان كړل

سرينګر (پاکستان نیوز پوائنٹ 25نومبر2016ء) په مقبوضه كشمير كښې هندي ځواكونو د خپلې رياستي ترهګرې په تازه عملياتو كښې په بانډي پوره سيمه كښې 2 ځوانان شهيدان كړي دي۔ د كشمير مېډيا سروس له مخې هندي ځواكونو دا ځوانان د بانډي پوره په نائيد كائي سيمه كښې د محاصرې او لټون عملياتو په مهال شهيدان كړي دي۔ هندي ځواكونو ادعا كړې چې دا ځوانان وسله وال و٬ د دې څخه وړاندې په دې سيمه كښې په يو بريد كښې يو هندي عسكر وژل شوے۔ د هند په ضد د پېښې نه پس په لويه پېمانه مظاهرې پېل شوې او تر وروستې اطلاع دا مظاهرې روانې وې۔