ایران د اتومي لوظنامې پالنه كوي۔ د اتومي توان د نړيوالې اېجنسۍ مشر

ایران د اتومي لوظنامې پالنه كوي۔ د اتومي توان د نړيوالې اېجنسۍ مشر

ویانا (پاکستان نیوز پوائنٹ 18نومبر2016ء) د اتومي توان د نړيوالې اېجنسۍ مشر یوکیا آمانو وئيلي دي ايران پرله پسې په اتومي تړون عمل كوي۔ یوکیا آمانو تېره ورځ په ويانا كښې د آئي اے اي اے د بورډ آف ګورنرز غونډه كښې ووئيل د سلامتي كونسل د قرارداد لمبر 2231 له مخې د ايران څارنه روانه ده او د ھغې په نتيجه كښې د رامخې شويو راپورونو نه دا برېښي چې ايران په ټرون عمل كوي۔ ده ووئيل د معائنو په مهال داسې هېڅ څيز نه دې رامخې ته شوې چې د ھغې نه ثابته شي ايران پټې اتومي هڅې كوي۔