برسلز (پاکستان نیوز پوائنٹ 16نومبر2016ء) د اروپائي ائتلاف لخوا د سوريه 17 وزیران او د سوريه د مرکزی بانك ګورنر بلېك لسټ كېدو سره پھ هغوي اقتصادی بندیز لګولې دے۔ د العربیه ټی وی له مخې تېره ورځ برسلز كښې شوې د 28 اروپائي هيوادونو شريكې غونډې پھ مهال د سوريه په حکومت كښې د شامل كسانو په ضد د بنديزونو د يو نوې فهرست منظوری وركړې شوې۔ د اروپائي ائتلاف لخوا جاری شوي يو بیان كښې وئيلي شوي چې ائتلاف د سوريه حکومت په 17 وزيرانو او نورو حکومتی چارواكو د مزل بندېز لګولو سره سره د هغوي اثاثې منجمد کړي۔ د اروپائي ائتلاف لخوا د سوريه بلیك لسټ كړې شويو كسانو شميره 230 ته رسېدلې ده۔
اروپائي ائتلاف د سوريه 17 وزيران بلیك لسټ كړل
9 کال لومړی
