ډونلډ ټرمپ په ضد روانو احتجاجی مظاهرو كښې د کیلیفورنیا او مېری لېنډ زده كونكي هم شامل شول

ډونلډ ټرمپ په ضد روانو احتجاجی مظاهرو كښې د کیلیفورنیا او مېری لېنډ زده كونكي هم شامل شول

واشنګټن (پاکستان نیوز پوائنٹ 15نومبر2016ء) د امريكې نوې ټاكلې شوي اولس مشر ډونلډ ټرمپ په ضد روانو احتجاجی مظاهرو كښې د کیلیفورنیا او مېری لېنډ زده كونكي هم شامل شوي۔ د امریکې ميډيا له مخې د کیلیفورنیا لاس اېنجلس ښار او مېری لېنډ كښې د ګڼو سكولونو زدكونكو د کلاسونو څخه بائیکاټ كولو سره د نوې ټاكلې شوي اولس مشر په ضد لاريون وكړو۔ دوي د ډونلډ ټرمپ پھ امریکا كښې مېشته غیر قانونی كډوالو په اړه په پالیسۍ ټكونه وكړل۔

دوي ووئيل د احتجاجی مظاهرو يو مقصد امریکا كښې مېشته اقلیتی ورورولۍ له دا پیغام هم وركول دي چې د امریکې وګړي د هغوي سره دي۔ زدكونكو "ټرمپ زمونږ اولس مشر نه دې" غږونه پورته كړل۔ د دغې احتجاجی مظاهرو نه پس د امریکې په نورو ریاستونو كښې زدكونكو هم د نوې ټاكلې شوي اولس مشر په ضد د احتجاج اعلان کړې دے۔