واشنګټن (پاکستان پوائنٹ نیوز۔20 جولائی۔2016) امریکائي اولس مشر براك اوباما خپل ترك همڅنګ رجب طيب اردوان سره تېره شپه ټېليفوني تماس نيولې او هغه ته ئې تېره اونۍ د ناكامه فوځي بغاوت په اړه پلټنيو كښی د مرستې باور وركړے۔ د برطانيې خپرونې ادارې راپور ترمخه د سپني مانړۍ وياند جوش ارنسټ ووئيل دواړو لارښودو امريكا كښې د مېشته ترك مذهبي لارښود فتح الله ګولن تركيه ته د سپارلو په معامله هم خبرې وكړې۔ امريكائي اولس مشر ووئيل د فتح الله ګولن تركيه ته د سپارلو په خواست به دوه اړخيزه لوظنامه تر نظره ساتل وي ۔ وياند ووئيل اولس مشر اوباما د تشدد ٬مداخلت په ضد د ترك اولس مړانه او جمهوريت لپاره د هغوي عزم ستائلې دې ۔ (وا/ض ض/ګ ل/1740)
د امريكائي اولس مشر براك اوباما خپل ترك همڅنګ سره تېلې فونې تماس ۔ پلټنيو له دمرستې باور
9 کال لومړی