په انتخابي كمپائن او حكمرانۍ كښې فرق وي٬ نوې انتنظاميې له به ماحولياتي بدلون ته پاملرنه كول وي۔ جان كېري

په انتخابي كمپائن او  حكمرانۍ كښې فرق وي٬ نوې انتنظاميې له به ماحولياتي بدلون ته پاملرنه كول وي۔ جان كېري

وېلنګټن (پاکستان نیوز پوائنٹ 14نومبر2016ء) د امریکې خارجه وزیر جان کېري وئيلي دي چې نوې انتنظاميې له به ماحولياتي بدلون ته پاملرنه كول وي۔ د امريكې ميډيا له مخې د نيوزي لېنډ په وېلنګټن ښار كښې ميډيا سره په خبرو كښې ده ووئيل د جنورۍ تر 20مې نېټې د اوباما د اولس مشر مودې تر خاتمې به د پېرس تاريخي لوظنامې له هڅې روانې ساتو۔ ده ووئيل امريكائي وګړي په دې خبره پوهه دي چې ماحولياتي بدلون په رښتنې توګه رامخې ته كېدونكې دې بايد معاملې ته پاملرنه وشي۔ جان كېري ووئيل په انتخابي كمپائن او حكمراني دوه جدا څيزونه دي۔ نوې انتنظاميه بايد ماحولياتي بدلون ته پاملرنه وكړي۔