واشنګٹن (پاکستان نیوز پوائنٹ 14نومبر2016ء) د امريكې نوي ټاكلي شوي اولس مشر ډونلډ ټرمپ د رپبلكن نېشنل كمېټۍ چيئرمېن رائنس پرېبس چیف آف سټاف، سټیون بېنن مرکزي پالیسي ساز او سینئر قونصلر ټاكلي۔ ټرمپ خپل بيان كښې وئيلي دي چې د هېواد لارښودنې له په كاميابه ډله ډېر خوشحاله يم سټيو او رائنس صلاحيت لرونكي مشران دي چا چې د كمپائن په مهال په ګډه كار كړې او د دغې له مخې تاريخي كاميابي ترلاسه شوې او اوس به د امريكې په بيا جوړولو كښې په سپينه ماڼِۍ كښې ماسره په ګډه كار كوي۔
رائنس پرېبس د ټاكنې نه پس خپل پېغام كښې وئيلي دي چې په چيف آف سټاف ټاكل كېدو زه د ټرمپ مننه كوم۔ ده ووئيل مونږ به داسې معيشت وضعه كوٶ كوم به چې د ټولو په ګټه وي۔ خپلې پولې به محفوظ جوړوؤ ٬ اوباما كيئر به د منځه وړو او ترهه ګرۍ ته به ماتې وركوٶ۔