شخړيز كشمير كښې قابض هندي پوځ ته په بې ګناه وګړيو د ظلم كولو تر لاسه اختيار دې ختم كړې شي ٬د ظلم ښكار كشميريانو له دې انصاف وركړې شي۔

ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل استازې ډاكټر مليحه لودھي د سلامتي كونسل صدر او د نړيوالې ادارې نورو اعلی چارواكو ته د مقبوضه كشمير په ناوړه وضعه بريفنګ كښې غوښتنه

شخړيز كشمير كښې قابض هندي پوځ ته په بې ګناه وګړيو د ظلم كولو تر لاسه اختيار دې ختم كړې شي ٬د ظلم ښكار كشميريانو له دې انصاف وركړې شي۔
 ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل استازې ډاكټر مليحه لودھي د سلامتي كونسل صدر او د نړيوالې ادارې نورو اعلی چارواكو ته د مقبوضه كشمير په ناوړه وضعه بريفنګ كښې غوښتنه

اقوام متحدہ (پاکستان پوائنٹ نیوز۔20 جولائی۔2016) ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل استازې ډاكټر مليحه لودھي د مقبوضه كشمير په ناوړه وضعه بريفېنګ وركړے دے ۔ په دې مهال دې د سلامتي كونسل صدر ٬ دجاپان سفير كوروبېشو ٬ د عومي سېكتر چيف آف سټاف اېډمنډملے او نورو اعلی چارواكو څخه غوښتنه وكړه چې مقبوضه كشمير كښې قابض هندي پوځ ته په بې ګناه وګړيو د ظلم كولو خصوصي اختيار دې ختم كړې شي او د ظلم ښكار كشميريانو له دې انصاف وركړے شي۔

دې ووئيل د سلامتي كونسل يو شمېر قراردادونو كښې كشميريانو ته د هغوئي د خپلواكۍ حق وركولو وعده شوې ولې د څو لسيزو تېرېدو باوجود دا وعده نه ده پاللې شوې او د دې په نتيجه كښې مقبوضه كشمير كښې په تندۍ سره ناوړه كېدونكې وضعه د ملګرو ملتونو نه سمدستي غوښتنه كوي ولې چې دې سره منطقه امن او سلامتيا سختو خطرو سره مخ كېدې شي۔ دې ووئيل مقبوضه كشمير كښې د هند وسله والو ځواكونو لخوا د پېلټ ټوپك په كارولو د 100 څخه د زياتو زلمو د سترګو نظر تللے۔

دې غوښتنه وكړه چې مقبوضه كشمير كښې دې د عامو وژنو پېښو سپېځلې پلټنې وكړې شي۔ دې ووئيل د هند لخوا د خپلواكۍ حق ترلاسه كولو له هڅې كوؤنكي ترهه ګر ګرځول يو ناوړه او شرمناكه فعل دے د دې په نتيجه كښې كشميري اولس كښې اشتعال لا خپرېږي ۔ په دې مهال پاكستاني مندوب ته ووئيلې شول د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر جان كي مون د مقبوضه كشمير په صورتحال اندېښنه ښكاره كړې او دواړو اړخونو ته ئې د ثالثۍ وړاندېز وركړے۔

پاكستاني استازې په تش لاس كشميري اولس د هند طاقت كارول غندلې۔ دې ووئيل حريت لارښود نظر بندې كړې شوي۔ كرفيو نافذ ده۔ د ابلاغ په ذريعو بندېز لګولې شوې دغسې چې نړۍ څخه د كشمير صورتحال پټ وساتلې شي۔ دې څخه وړاندې خارجه چارو لپاره د وزيراعظم سلاحكار سرتاج عزیز جان كي مون او د عمومي اسمبلۍ صدر موګنز لیکټاف د خط د لارې د كشمير ناوړه صورتحال څخه خبر كړه۔ د پاكسان په خواست دا خط د آفیشل ډاکیومنټ په حېث د ملګرو ملتونو غړو هېوادونو ته وركړې شوے۔ (وا/ض ض/ګ ل/1740)