یوکرائن كښې 7 نور عسكر ووژلې شول

یوکرائن كښې 7 نور عسكر ووژلې شول

کېف (پاکستان پوائنٹ نیوز۔20 جولائی۔2016) ختيز يوكرائن كښې د امنيتي ځواكونو او روسيې پلوي ياغيانو ترمېنځه د نښتو په نتيجه كښې 7 نور عسكر مړه او 14 ژوبل شوي دي ۔د المان ميډيا له مخې د يوكرائن حكومت لخوا دا شمېرې په يو داسې وخت كښې جاري كړې شوې كله چې نړيوالو قواو دغلته د تېرو 26 مياشتو راهسې جاري كورنيو جګړو خاتمې له نوې هڅې پېل كولې ۔دا عسكر د تېرو 24 ساعتو په مهال وژلې شوې دي۔)م ع/ض ض/ګ ل/1510)