بان كي مون نوي ټاكلي شوي امريكائي اولس مشر ډونلډ ټرمپ ته مباركي وركړه

بان كي مون نوي ټاكلي شوي امريكائي اولس مشر ډونلډ ټرمپ ته مباركي وركړه

ملګري ملتونه (پاکستان نیوز پوائنٹ 12نومبر2016ء) د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر بان كي مون نوي ټاكلي شوي امريكائي ااولس مشر ډولنډ ټرمپ ته مباركي وركولو سره د دې هيلې څرګندونه كړې چې د امريكا او ملګرو ملتونو ترمينځھ ژورې رابطې به دغسې روانې ساتلې شي۔ ډونلډ ټرمپ چا چې صدارتي ټول ټاكنو كښې د ډېموكرېټك كانديدې هلېري كلنټن په ضد حېرانه كوؤنكې كاميابي ترلاسه كړې به د جنورۍ 2017ﺀ په 20 مه نېټھ د امريكا اولس مشر په حېث د خپل مصب سوګند پورته كوي۔

د ملګرو ملتونو د بيان ترمخه بان كي مون تېره ورځ ډونلډ ټرمپ ته د ټېلېفوني تماس د لارې د امريكا په 45 م اولس مشر ټاكل كېدو مباركي وركړه۔ ده هيله ولرله چې امريكا او ملګري ملتونه به ټوله نړۍ كښې امن په ځائې كولو ٬ پرمختګ او د بشري حقونو صورتحال ښه كولو له خپلې دوه اړخيزه اړيكې دغسې مضبوطې ساتي۔