په روسيې د لګولي شوې بنديزونو په لاس سختولو غور روان دے

په روسيې د لګولي شوې بنديزونو په لاس سختولو غور روان دے

برسلز (پاکستان نیوز پوائنٹ 11نومبر2016ء) اروپائي ائتلاف د كريميا بحران له مخې په روسيې د لګولې شويو بندېزونو موده پراخه كولې شي۔ د برتانيې خبر رسنې ادارې د سفارتي ذريعو له مخې وئيلي دي چې كه ډونلډ ټرمپ روسيې سره د زيات ګرمجوچۍ اړيكو جوړولو هڅه وكړه نو دا بنديزونه به لا سخت كړې شي٬ د دې بندېزونه موده په دسمبر كښې ختمېږي۔ په كريميا د روسيې كنټرول نه پس په كال 2014 كښې اروپائي ائتلاف بنديزونه لګولې ٶ او شپږ مياشت پس به د دې موده پراخه كېده.