كه اتومي تړون ناكامه شو نو متبادل اپشنز لرو۔ایران

كه اتومي تړون ناكامه شو نو متبادل اپشنز لرو۔ایران

براټېسلاوا (پاکستان نیوز پوائنٹ 11نومبر2016ء) د ايران خارجه وزير محمد جواد ظریف وئيلي دي چې ټولې ډلې دې تېر كال د اتومي لوظنامې پحقله خپلې خپلې ذمه وارۍ ترسره كړي خو كه چرې داسې ونه شول نو ايران متبادل آپشنز لري۔ د ميډيا راپورونو له مخې ايران دا بيان د امريكې په صدارتي ټاكنو كښې د ري پبلكن كانديد ډونلډ ټرمپ د كاميابۍ نه پس جاري كړې۔ د ايران خارجه وزير په براټېسلاوا كښې د سلواك خپل همڅنګ سره د ملاقات نه پس خبري كنفرنس ته ووئيل د ايران آپشنز په يقيني توګه محدود نه دي خو زمونږ هيله ٬ خواهش او ترجيح دا ده چې په اتومي تړون عملدرآمد وكړې شي.