پاکستان د ماحولیاتي بدلون د نړيوال تړون "پېرس اېګريمنټ" توثيق وكړو

ډاكټر مليحه لودهي د ملګرو ملتونو په مركزي دفتر كښې د دستورې په مهال لاس ليك شوي دستاوېزات جمع كړل٬ په توثيق كوٶنكو كښې هېوادونو كښې د پاكستان لمبر 104 دے

پاکستان د ماحولیاتي بدلون د نړيوال تړون

ملګري ملتونه (پاکستان نیوز پوائنٹ 11نومبر2016ء) پاکستان د ماحولیاتي بدلون د نړيوال تړون "پېرس اېګريمنټ" توثيق وكړو٬ د لوظنامې له مخې هر هېواد له به موحول ته د زيان رسوٶنكي ګاز په اخراج كښې كمي له ګامونه پورته كول وي۔ د تړون په دستاويزاتو د پاكستان اولس مشر ممنون حسېن لاس ليك كړے او په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل استازې ډاكټر مليحه لودهي د ملګرو ملتونو په مركزي دفتر كښې د زيارت په ورځ د دستورې په مهال لاس ليك شوي ستاوېزات جمع كړل٬ په توثيق كوٶنكو كښې هېوادونو كښې د پاكستان لمبر 104 دے۔

په تړون عملدرآمد روانه مياشت پېل شوے۔په لوظنامه د عملدرآمد پېل له د نړۍ د 55 هېوادونو لخوا توثيق لازمي ګرځول شوې ٶ كوم چې ماحول ته د زيان رسوٶنكو ګازونو د 55 فيصده اخراج ذمه دار دي او دا شرط په 5م اكتوبر سر ته رسېدلې۔ د لوظنامې غړو هېوادونو له دا لازمي ګرځول شوي چې په تودوخه كښې زياتوالې د دوه درجې سنټي ګرېډ د حد نه زيات نشي او دا معيار ماحولياتي پوهانو او سائنسدانانو ټاكلې۔

د پاکستان لخوا د لوظنامې توثيق د كلائمټ كنونشن مقاصد او هدفونه ترلاسه كولو له د عزم څرګندونه وه۔ پاکستان د نوې نړيوالې ماحولياتي لوظنامې له په مذاكراتو كښې برخه اخستې او وزیراعظم محمد نواز شریف تېر كال دسمبر كښې د يو پلاوي مشري كولو سره د فرانس دوره كړې چرته چې په دې لوظنامه سلا شوې وه۔ د پاکستان لخوا د لوظنامې توثيق په داسې موقع شوې كله چې په مراکش كښې د ماحولیاتي بدلون كنفرنس روان دے په دې كنفرنس كښې به د پېرس اېګرېمنټ مقاصد او هدفونه ترلاسه كولو له د پوخ عزم څرګندونه كولې شي۔