د ډونلډ ټرمپ په ضد امريكا كښې مظاهرې روانې دي

د ډونلډ ټرمپ په ضد امريكا كښې مظاهرې روانې دي

واشنګټن (پاکستان نیوز پوائنٹ 10نومبر2016ء) د امریکې په صدارتي ټاكنو كښې كاميابي ترلاسه كوٶنكې د ريپبلكن ګورند كانديد ډونلډ ټرمپ اولس مشر ټاكلے كېدو نه پس امريكا كښې مظاهرې روانې دي۔ د امریکې ميډيا له مخئ په زرګونو كسانو ټرمټ ټاور محاصره كړو او د نوي ټاكلي شوي اولس مشر په ضد احتجاج وكړو۔ د امریکې په تاريخ كښې نوې ټاكلې شوې تر ټولو متنازعه اولس مشر ټرمپ په ضد د پايه تخت پشمول په اوریګان ، نیویارك، ټېکساس، ټېنیسي كښې په لويه كچه مظاهرې پېل شوې۔

مظاهرچيانو چغې وهلې چې ټرمپ زمونږ اولس مشر نه دے او مونږ "كركه نه مينه غواړو" مظاهرچيانو غوښته كوله چې ټرمپ د وطن پرېښودنكو منع كولو هڅه ونه كړي او مونږ پخپل مينځ كښې ديوالونه نه غواړو او دا ډول هره هڅه به اولس ناكامه كوي ۔ په دې موقع مظاهرچيانو قامي بېرغ او د ټرمت ګوډاګي ته اور ولګولو.