د افغان امنيتي ځواكونو لخوا د 34 طالبانو وژلو ادعا

د افغان امنيتي  ځواكونو لخوا د 34 طالبانو وژلو ادعا

کابل (پاکستان نیوز پوائنٹ 10نومبر2016ء) د افغان امنيتي ځواكونو د هېواد په بېلا بېلو برخو كښې د عملياتو په مهال د 34 طالبانو وژلو ادعا كړې ده ۔ د افغان ميډيا له مخې د هلمند والي وياند وئيلي دي د ولايت په بېلا بېلو برخو كښې د عملياتو په مهال 14 طالب جنګي مړه او 7 ژوبل شوي او عمليات روان دي۔ په ننګرهار او كپيسه كښې هم په بېلا بېلو كاروائيو كښې 3 طالب جنګيالي وژلې شوي او 16 نيولي شوي۔ غزني كښې د تشدد په پېښو كښې 10 طالبان او 5 امنيتي اهلكار مړه شوې ۔ د افغان ملي اردو وياند ووئيل د كاروائيو په مهال 5 عسكريت خوښې ژوبل شوې۔بلخوا په غور ولايت كښې د تشدد په پېښوو كښې 7 عسكريت خوښې مړه شوې دي۔