نړيواله ټولنه دې د كشمير مسئلې حل لپاره د ملګرو ملتونو قراردادونه عملي كړي۔ د آزاد كشمير وزيراعظم راجه فاروق حېدر په برسلز كښې كنفرنس ته وېنا

نړيواله ټولنه دې د كشمير مسئلې حل لپاره د ملګرو ملتونو قراردادونه عملي كړي۔ د آزاد كشمير وزيراعظم راجه فاروق حېدر په برسلز كښې كنفرنس ته وېنا

برسلز (پاکستان نیوز پوائنٹ 10نومبر2016ء) د آزاد كشمير وزيراعظم راجه فاروق حېدر وئيلي دي چې نړيواله ټولنه دې د كشمير مسئلې حل لپاره د ملګرو ملتونو قراردادونه عملي كړي۔ د كشمير مېډيا سروس له مخې راجه فاروق حېدر خان د كشمير كونسل اي يو تر سيوري لاندې په اروپائي پارلمان كښې د كشمير يورپي يونين ويك په دريمه ورځ يو كنفرنس ته د وېنا كولو په مهال ووئيل چې د جمو كشمير په اړه د ملګرو ملتونو قراردادونه اوس هم د عمل وړ دي٬ كه د كشمير شخړه زر حل نه كړې شوه نو په منطقه كښې د جنګ خطر نه شي ختمېدے۔ ده ووئيل چې د كشمير مسئله د ټولې نړۍ امن لپاره خطر دے نو بايد نړيواله ټولنه د دې مسئلې حل ته پام وكړي۔