د امريكې نوے ټاكلے شوے اولس مشر ډونلډ ټرمپ اتومي لوظ نامه نشي ختمول۔د ايران اولس مشر حسن روحاني

د امريكې نوے ټاكلے شوے اولس مشر ډونلډ ټرمپ اتومي لوظ نامه نشي ختمول۔د ايران اولس مشر حسن روحاني

تهران(پاکستان نیوز پوائنٹ 9نومبر2016ء) د ايران اولس مشر ډاكټر حسن روحاني وئېلي دي د امريكې نوے ټاكلے شوے اولس مشر ډونلډ ټرمپ اتومي لوظ نامه ختمولې شي۔د كابينې غونډې ته خپل خطاب كښې ده ووئيل ايران د كوم يو هېواد يا حكومت سره اتومي لوظ نامه نه ده كړې۔دا لوظ نامه د شپږ لويو نړيوالو قواؤ سره شوې او د دې منظوري د ملګروملتونو يو قرارداد د لارې وركړی شوې وه۔ده ووئيل كوم يو حكومت يا يو هېواد دا لوظ نامه ختمولې نه شي۔ډونلډ ټرمپ د ټاكنو كمپائن په مهال د لوظ نامې ختمولو دړكه وركړې وه خو هغه دا لوظ نامه ختمولې نه شي۔