په يمن كښې د وژل شويو كسانو شمېره د 7000 نه زياته شوې۔ ملګري ملتونه

په يمن كښې د وژل شويو كسانو شمېره د 7000 نه زياته شوې۔ ملګري ملتونه

ملګري ملتونه (پاکستان نیوز پوائنٹ 8نومبر2016ء) د ملګرو ملتونو د روغتيا ادارې وئيلي دي چې په يمن كښې د تېرو 20 مياشتو په مهال د وژل شويو كسانو شمېره د 7000 نه زياته شوې۔ د روغتيا د نړيوالې ادارې لخوا په جاري شوي يو بيان كښې وئيلي شوي دي چې د يمن 21 مليونه وګړي د روغتيا اسانيو ته اړتيا لري۔ يمن لپاره د ملګرو ملتونو خاص استازي اسماعيل ولد شېخ د ياغيانو په سيمه كښې په هوائي اډه خبريالانو سره په خبرو كښې ووئيل چې د يمن صورتحال داسې نه شي پاتې كېدے۔ ده ووئيل چې خلق مري٬ بنيادي ودانې تباه كېږي او معيشت تباهې سره مخ دے۔