پوځي مداخله نړيوال امن لپاره لوي خطر دے۔ د ايران اولس مشر

پوځي مداخله نړيوال امن لپاره لوي خطر دے۔ د ايران اولس مشر

تهران (پاکستان نیوز پوائنٹ 8نومبر2016ء) د ايران اولس مشر حسن روحاني په نورو هېوادونو يرغل او د دې هېوادونو په كورنيو چارو كښې مداخله نړيوال امن او سلامتيا لپاره لوي خطر ګرځولې۔ د ايراني مېډيا له مخې حسن روحاني په تهران كښې د ټوګو خارجه وزير رابرټ ډيزي سره په خبرو كښې ووئيل چې په نړيواله كچه د دواړو هېوادونو ترمينځه مرسته زياتول ضروري دي۔ ده ووئيل چې انتهاخوښي او ترهه ګري نړيوالې ټولنې لپاره دوه لوي چېلنجونه دي۔ده ووئيل چې د ځينو هېوادونو لخوا د ترهه ګرو د مالي مرستې٬د وسلې وركولو و ترهه ګر د يوې وسلې په توګه د كارولو د مخ نيوي ضرورت دے۔