د كډوالو د لوظ نامې ختمولو ذمه وار به د تركيه حكومت وي۔اروپائي كمېشن

د كډوالو د لوظ نامې ختمولو ذمه وار به د تركيه حكومت وي۔اروپائي كمېشن

برسلز (پاکستان نیوز پوائنٹ 7نومبر2016ء) اروپائي كمېشن د تركيه هغه دړكه رد كړې ده كومه كښې چې وئېلي شوي وو كه اروپائي ائتلاف د تركيه وګړو له اروپاﺀ ته د ويزې نه غېر د مزل اجازه نه وركوي نو د كډوالو په حقله ائتلاف سره شوي لوظ نامه به ختمولې شي۔مېډيا راپور له مخې د اروپائي كمېشن مشر جينز كلاډ جنكر خپله يوه مركه كښې ووئيل كه د كډوالو په حقله د تركيه او اروپائي ائتلاف ترمينځه شوي لوظ نامه ختمېږي نو تور به د تركيه په لارښودو لګولې شي۔

ده ووئيل تركيه نه يوازې د جمهوري اقدارو څخه خپل ځان لرې باسي بلكې د اروپاﺀ سره خپلې نزدې اړيكې هم خطر سره مخ كوي۔ده ووئيل د تركيه لارښودو د اړخه د وركړې شوي دړكې په ما هېڅ آغېز نه پرېباسي۔ ده ووئېل كه د تركيه حكومت په شوو شرطونو عمل نه كوي نو بھ ويزو به هم پېشرفت نه كېږي۔