په مقبوضه كشمير كښې هندي ځواكونو په شوپيا كښې يو ځوان شهيد كړو

په مقبوضه كشمير كښې هندي ځواكونو په شوپيا كښې يو ځوان شهيد كړو

سرينګر(پاکستان نیوز پوائنٹ 7نومبر2016ء) په مقبوضه كشمير كښې هندي ځواكونو د رياستي ترهګرې په تازه عملياتو كښې په شوپيا كښې يو ځوان شهيد كړو۔ د كشمير مېډيا سروس له مخې هندي ځواكونو ياد شوې ځوان د شوپيا په ونګام سيمه كښې د محاصرې او لټون عملياتو په مهال شهيد كړے۔ د دې نه وړاندې په دې سيمه كښې په يو بريد كښې دوه اهلكار ژوبل شوي وو۔ هندي ځواكونو ادعا كړې چې شهيد شوے ځوان مجاهد و كوم چې د يوې نښتې په مهال شهيد شوے۔ د هندي ځواكونو د عملياتو نه پس د سيمې خلقو د هند په ضد مظاهرې كړې دي۔