سوئيلي افغانستان كښې د عملياتو په مهال 32 عسكريت خوښي ووژل شول ۔

ننګرهار كښې چاؤدنه ٬ د اولسوالۍ پوليس مشر ژوبل ٬ فارياب كښې د مسافرو ګاډي ته نزدې د چاؤدنې پېښه 11 كسان ووژل شول

سوئيلي افغانستان كښې د عملياتو په مهال 32 عسكريت خوښي ووژل شول ۔
ننګرهار كښې چاؤدنه ٬ د اولسوالۍ پوليس مشر ژوبل ٬ فارياب كښې د مسافرو ګاډي ته نزدې د چاؤدنې پېښه 11 كسان ووژل شول

كابل (پاکستان نیوز پوائنٹ 5نومبر2016ء) سوئيلي افغانستان كښې د عملياتو په مهال د 32 عسكريت خوښو د وژل كېدو ادعا كړې شوې۔ ننګرهار كښې د بمي چاؤدنې په نتيجه كښې د اولسوالۍ پوليس مشر ژوبل شوې او فارياب كښې د مسافرو ګاډي ته نزدې د چاؤدنې پېښې له امله 11 كسان وژل شوي دي۔ د افغان ابلاغ وسيلو ترمخه چارواكو وئيلي چې د سوئيلي صوبې اورزګان هېډكوارټر ترين كوټ او نزدو پرتو سيمو كښې د عسكريت خوښو په ضد عمليات روان دي۔

د دې عملياتو په مهال د طالبانو دوه قومندانانو په شمول 32 جنګيالي وژلي شوي دي۔ چارواكو دا هم وئيلي چې د دې عملياتو په مهال د ځينې عسكرو او پوليس اهلكارو د وژل كېدو اطلاعات هم ترلاسه شوي دي۔ ختيزه صوبه ننګرهار كښې د يوې بمي چاؤدنې په نتيجه كښې پوليس مشر سخت ژوبل شوے او دده ډرائيور وژل شوې۔ بلخوا پلازمينه كابل كښې د بمي چاؤدنې په نتيجه كښې يو پوليس اهلكار وژلے شوے۔ دغسې قطبي صوبه فارياب كښې د يوې بمي چاؤدنې له امله يو اهلكار مړه او 12 نور ژوبل شويدي۔ د چارواكو له مخې تېره ورځ فارياب كښې يو مسافر ګاډې مائين سره ټكر شو چې په نتيجه كښې ئې زوروره چاؤدنه وشوه د كومې په سوب چې 11 كسان مړه او 12 نور ژوبل شول۔ په وژل شويو كښې يو شمېر مېرمنې او كوچنيان هم شامل دي۔