روسيې افغانستان ته په ټولو څانګو كښې د مرستې باور وركړو

روسيې افغانستان ته په ټولو څانګو كښې د مرستې باور وركړو

ماسكو (پاکستان نیوز پوائنٹ 4 نومبر2016ء) روسيې افغانستان ته په ټولو څانګو كښې د مرستې باور وركړې۔ د افغانستان ځائي مېډيا له مخې د افغانستان چيف اېګزېكټو عبدالله عبدالله تېره ورځ په ماسكو كښې د روسيې وزيراعظم دېمتري مېدويدوف سره ملاقات وكړو۔ د ملاقات په مهال د روسيې او افغانستان په اړيكو او د شنګهائي مرستې تنظيم په چارو خبرې وشوې۔ د روسيې وزيراعظم په دې موقع ووئيل چې روسيه افغانستان سره په ټولو چانګو كښې د مرستې كولو پوخ عزم لري۔ ده ووئيل چې روسيې د القاعده او طالبانو په ضد هم افغانستان سره مرسته كړې وه او په راتلونكي به ئې هم هېواد افغان اولس سره وي.