روسيې په سخت وخت كښې ملګرتيا كولو سره د مخلص دوست كېدو ثبوت وركړے۔ د تركيې خارجه وزير

روسيې په سخت وخت كښې ملګرتيا كولو سره د مخلص دوست كېدو ثبوت وركړے۔ د تركيې خارجه وزير

انقره (پاکستان نیوز پوائنٹ 4 نومبر2016ء) د تركيې خارجه وزير مولود چاوش اولو وئيلي دي چې روسيې په سخت وخت كښې ملګرتيا كولو سره د مخلص دوست كېدو ثبوت وركړے۔ د روسيې سركاري ټي وي رشيا 24 سره په مركه كښې ده ووئيل چې د تركيې او روسيې اړيكې مثالي دي۔ ده ووئيل چې روسيې او تركيې په سوريه كښې جنګ بندې لپاره شريكې هڅې كړې دي او اوس ئې هم په دې موضوع مذاكرات روان ساتلي دي۔