په سوئيلي اسياء كښې دې امن لپاره كشميريانو ته د خپلواكۍ حق وركړې شي۔

د کشمیریانو د خپلواكۍ حق ترلاسه كولو هڅې ترهه ګري ګرځول د غندنې وړ خبره ده۔ د مليحه لودهي د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د درېمې كمېټۍ غونډې ته وېنا

په سوئيلي اسياء كښې دې امن لپاره كشميريانو ته د خپلواكۍ حق وركړې شي۔
د کشمیریانو د خپلواكۍ حق ترلاسه كولو هڅې ترهه ګري ګرځول د غندنې وړ خبره ده۔ د مليحه لودهي د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د درېمې كمېټۍ غونډې ته وېنا

ملګري ملتونه (پاکستان نیوز پوائنٹ 3 نومبر2016ء) پاکستان د ملګرو ملتونو څخه غوښتنه كړې چې سوئيلي په اسياء كښې دې امن لپاره كشميريانو ته د خپلواكۍ حق وركړې شي۔ په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل استازې ډاكټر مليحه لودهي د عمومي اسمبلۍ د درېمې كمېټۍ غونډې ته په خپله وېنا كښې ووئيل چې د کشمیریانو د خپلواكۍ حق ترلاسه كولو هڅې ترهه ګري ګرځول د غندنې وړ خبره ده۔

هغې ووئيل چې د نړيوال قانون او د خپلواكۍ حق پحقله د ملګرو ملتونو د قراردادونو له مخې كشميريان د خپلواكۍ حق ترلاسه كولو لپاره هلو ځلو له د ترلاسه وسائلو كارولو حق لري۔ دې ووئيل پاکستان د كشمير كشاله د كشميري اولس د هيلو او د سلامتي كونسل د قراردادونو له مخې په سپېځلي ډول د حل كولو عزم لري۔ دې په مقبوضه کشمیر كښې د وګړو وضعه د اندېښنې وړ ګرځولو سره ووئيل چې د كشميريانو يو بل نسل د هند د غېر قانوني قبضې څخه د آزادۍ غوښتنه كوي او د دې هڅو مشري كشميري ځوانان كوي د كومو په لاسونو كښې چې د آزادۍ د غوښتنې او د قانوني هلو ځلو نه سيوا بل هېڅ نشته او دوي د دې هلو ځلو په نتيجه كښې هره ورځ ګولو او كرفيو سره مخ دي۔

بلخوا ډاكټر مليحه لودهي په نيويارك كښې د او آئي سي په يوه غونډه كښې د كشمير كشاله د او آئي سي په اېجنډا كښې د شاملولو غوښتنه كړې او د.