پنډي بھټیا كښې په موټروے د لړې له امله 15 ګاډي خپلو كښې جنګېدلي٬ لس كسان مړه 70 ټپيان

پنډي بھټیا كښې په موټروے د لړې له امله 15 ګاډي خپلو كښې جنګېدلي٬ لس كسان مړه 70 ټپيان

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 3 نومبر2016ء) په پنډي بھټیا كښې په موټروے د لړې له امله 15 ګاډي خپلو كښې جنګېدلي چې پكښې لس كسان مړه او 70 ټپيان شوي دي۔ د نجي ټي وي راپور له مخې د زيارت په ورځ سهار په موټروے د پنډي بهټيا په سكهي سيمه كښې د سختې لړې له امله د مسافرو 15 ګاډي خپلو كښې جنګېدلي چې په ترڅ كښې ئې 10 كسان په ټكي مړه او 70 ژوبل شوي دي۔ د رېسكيو ذريعو له مخې ژوبل شوي كسان نزدې روغتون ته رسول شوي دي۔ د يادونې وړ ده چې يخنۍ كښې د پنجاب په بېلا بېلو ښارونو كښې د لړې له امله زياتې پېښې رامخې ته كېږي۔ د موسمياتو څانګې دې لړه د سموګ يعنې ( د خاورو لړه) نامه وركړې د كومې چې تر راتلونكو 5 ورځو د جاري پاتي كېدو امكان دے.