د تركيې د وسله والو ځواكونو مشر په ماسكو كښې د روسيې د وسله والو ځواكونو مشر سره ملاقات وكړو

د تركيې د وسله والو ځواكونو مشر په ماسكو كښې د روسيې د وسله والو ځواكونو مشر سره ملاقات وكړو

ماسكو (پاکستان نیوز پوائنٹ 3 نومبر2016ء) د تركيې د وسله والو ځواكونو مشر جنرال حلوصي آقار په ماسكو كښې د روسيې د وسله والو ځواكونو مشر جنرال وېلري ګراسي موف سره ملاقات وكړو۔ د ملاقات په مهال د سوريې په تازه صورتحال خبرې وشوې۔ د ملاقات په مهال په امن او د دواړو هېوادونو ترمېنځه د مرستې زياتولو په چارو خبرې وشوې۔ د ملاقات په مهال د تركيې د وسله والو ځواكونو مشر سره د تركيې د خفيه ادارې مشر حقان فدان هم موجود و۔