لندن (پاکستان پوائنٹ نیوز29دسمبر 2018ء) د خبريالانو نړيوال تنظیم رپورټرز ود آوټ بارډز له مخې د كال 2018 په مهال ميډيا سره تعلق لرونكې 80 كسان وژلې شوې دي، 348 زندانونو ته لېږلې شوي دغسې 60 تښتولې شوي ۔ په دې راپور كښې امریكا د خبريالانو لپاره بلیك لسټ ګرځولې شوې۔ د ادارې مشر كرسټوف ډیلوئر ووئيل د خبريالانو په ضد تشدد دې حد ته رسيدلې كوم چې تر نن چرې نه ؤ شوې او د تشویش وړ صورتحال دې۔
په دې راپور كښې وئيلي شوې چې د صحافت په اړه خطرناك هېوادونو په فهرست كښې امریكا په 5م لمبر ده۔ د ادارې په راپور كښې وئيلي شوې چې غیرپیشه وره یا سټیزن جر نلسټ اوس په جنګ ځپلو سيمو يا د جابرانه حكومتونو په ضد خبرونو ترلاسه كولو كښې مهم كردار ترسره كوي ځكه چې داسې ځايونو ته د پیشه وره خبريالانو تلل مشكل شوې دي۔