32 كاله وړاندې تښتولې شوې مېرمن اوموندلې شوه

32 كاله وړاندې تښتولې شوې مېرمن اوموندلې شوه

بيونس آئرس (پاکستان پوائنٹ نیوز28دسمبر 2018ء) د ارجنټائن يوه مېرمن كومه چې 32 كاله وړاندې تښتولې شوې وه٬ په بوليويا كښې موندلې شوې۔ دا مېرمن د دواړو هېوادونو لخوا د شريكو پلټنو نه پس موندلې شوې۔ د ارجنټائن پوليس له مخې د دې مېرمنې عمر اوس 45 كاله دے كومه چې د 13 كلونو په عمر كښې انساني قاچاقبرو تښتولې وه۔ د بوليويا چارواكي د ارجنټائن په خواست د تېرو څو مياشتو نه د دې مېرمنې په لټون وو۔ دا مېرمن سره د خپل زوي ارجنټائن كښې خپلې كورنۍ ته رسولې شوې ده۔