كه بشار الاسد په جمهوري توګه وټاكلې شي نو ورسره په كار كولو غور كولې شوو ۔ تركيه

كه بشار الاسد په جمهوري توګه وټاكلې شي نو ورسره په كار كولو غور كولې شوو ۔ تركيه

دوحه(پاکستان پوائنٹ نیوز17دسمبر 2018ء) د تركيه خارجه وزير مولود چاؤش اوګلو وئيلي دي كه سوريه كښې سپېځلې او آزادې ټاكنې وكړې شي او د دغې په نتيجه كښې بشار الاسد اولس مشر وټاكلې شو نو تركيه به ورسره په كار كولو غور كوي۔ دوحه كښې يو كنفرنس ته خطاب كښې د تركيه خارجه وزير ووئيل دا مهال زمونږ تر ټولو وړمبۍ ترجيح سوريه كښې نوې دستور جوړول دي او دا به بله كومه ډله نه بلكې د سوريه اولس جوړوي۔

ده په سوريه كښې د ملګرو ملتونو په نګرانۍ كښې د ټاكنو كولو په حاجت زور راوړلو سره ووئيل د سوريه ستونزې يوازنې حل جمهوري او سپېځلې ټاكنې كول دي۔ ده ووئيل د سوريه اولس ته د خپلو حكمرانانو ټاكلو موقع بايد وركړې شي۔ ده ووئيل زه باور لرم چې امريكائي اولس مشر ډونلډ ټرمپ به سوريه څخه د خپل پوځ په ويستلو غور وكړي۔