هندي عسكرو د خپلواكۍ حق په غوښتلو په درېو لسيزو كښې 95,238 کشمیريان شهيدان كړې

د حرييت لارښودو ٬ كارمندانو او طالبعلمانو پشمول 500 كسان د تور قانون پي اېس اے ترسېوري لاندې نظربند

هندي عسكرو د خپلواكۍ حق په غوښتلو په درېو لسيزو كښې 95,238 کشمیريان شهيدان كړې
د حرييت لارښودو ٬ كارمندانو او طالبعلمانو پشمول 500 كسان د تور قانون پي اېس اے ترسېوري لاندې نظربند

سرینګر (پاکستان پوائنٹ نیوز10دسمبر 2018ء) مقبوضھ کشمیر كښې هندي عسكرو د كال 1989ﺀ جنورۍ مياشتې څخه تر دې دمه د خپلو رياستي ترهګرۍ روانو كارروايو په مهال 95 زره 238 بې ګناه كشميريان وګړي د خپلواكۍ خپل پېدائشي حق په غوښتلو شهيدان كړې دي په كومو كښې چې 7 زره 120 كسان زندانونو كښې شهيد كړې شوي۔ د کشمیر میډیا سروس ریسرچ سېکشن لخوا نن د بشري حقونو نړيوالې ورځې په مهال د جاري كړې راپور ترمخه د وژنې دې پېښو په نتيجه كښې 22زره894 مېرمنې كونډې او 1 لك 7 زره 551 ماشومان يتيمان شوي ۔

د راپور ترمخه په ياده شوې موده كښې عسكرو د 11 زره 107 مېرمنو بې حرمتي كړی او 1 لك 9 زره 191 كورونه او نور املاك ئې تباه كړې۔ د راپور ترمخه په دې موده كښې هندي پوليس او عسكرو لږ تر لږه 8 زره كشميريان د حراست په مهال بې دركه كړي۔ راپور كښې وئيلي شوي هندي پوليس د روان كال په مهال د پی اېچ ډی سکالرانو ،انجینئرانو او حريت لارښودو په شمول پروفیسر ډاكټر رفیع بټ، ډاكټر منان بشیر وانی ، ډاكټر سبزار احمد صوفی، ډاكټر عبدالاحد ، د اېم فل طالب علم اعتماد فیاض ، د انجینئرنګ طالبعلمان محمد عیسیٰ ، سید اویس شفیع شاه ، آصف احمد ملک ، د تحریک حریت لارښود میر حفیظ اللھ، د مسلم ليګ لارښود طارق احمد او د تحريك حریت لارښود حکیم الرحمن سلطانی په شمول 350 نه زيات كشميريان شهيدان كړي دي او د طالبعلمانو او حريت لارښودو په شمول ئې 348 كشميريان نيولي او زندانو كښې اچولي يا خپلو كورونو كښې نظر بند كړې دي۔

راپور كښې وئيلي شوي قابضې انتظاميې د روان كال په مهال د كل جماعتی حریت کانفرنس چیئرمین سیدعلی ګېلاني ، میر واعظ عمر فاروق، محمد یاسین ملک ، محمد اشرف صحرائی، ظفر اکبر بټ ، مختاراحمد وازه، ھلال احمد وار او بلال احمد صدیقی د روان كال په مهال تھاڼو او كورونو كښې نظر بند كړي دي بلكې دوئي ئې د جمعې لمونځ ته هم نه دي پرېښودې ۔ راپور كښې دا هم وئيلي شوي د كال 2016ﺀ جولائي مياشتې په 8 مه نېټه د زلمي لارښود برهان مظفر واني وژنې څخه وروستو هندي ځواكونو مظاهرچيان په ګولو ٬ پېلټ ګنز او اوښكې بهوونكي ګازونو سره په نښه كړل۔

چې په نتيجه كښې ئې تر دې دمه 846 كسان شهيد او 25زره 909 نه زيات ژوبل شوي دي۔ د پېلټ ګن كارولو په نتيجه كښې 2 زره 830 كسان بصارت څخه محرومه شوي كومو كښې چې مېرمنې هم شاملې دي۔