چچ

چچ

نوې ډيلې (پاکستان پوائنٹ نیوز 04 دسمبر 2018ء) په هند كښې په ټرافيكي پېښه كښې د يوې كورنۍ 5 غړي مړه شوي دي۔ د هند خبر رسنې ادارې له مخې دا پېښه د هند د اندهراپردېش ايالت په تروپتي سيمه كښې هغه مهال رامېنځ ته شوه كله چې د مسافرو يو تندرفتاره بس د سړك په غاړه په خلقو ورغلو او په نتيجه كښې ئې د يوې كورنۍ 5 كسان په ټكي مړه شول۔ په مړو كسانو كښې خاوند ښځه٬ ورور٬ ورېنداره او د يو نيم كال ماشومه شامل دي۔