د سعودي او د برتانيې شريك فضائي مشقونه پېل شول

د سعودي او د برتانيې شريك فضائي مشقونه پېل شول

رياض (پاکستان پوائنٹ نیوز 04 دسمبر 2018ء) د سعودي او د برتانيې شريك فضائي مشقونه په كنګ فهد ايئربېس كښې پېل شول۔ د سعودي ورځپاڼې له مخې د دې مشقونو د اعلٰي كمېټې مشر برېګېډيئر سعد البسامي وئيلي دي چې په دې مشقونو كښې د سعودي هوابازان د لوړې درجې د پوهې او تجربې څرګندونه كوي۔ ده ووئيل چې تكنيكي عمله د الوتكو د اصلاح او رغونې كار په ښه ډول ترسره كوي۔