د سعودي عربستان لخوا د فلسطين كډوالو لپاره د 50 ملينه ډالره مرستې اعلان

د سعودي عربستان لخوا د فلسطين كډوالو لپاره د 50 ملينه ډالره مرستې اعلان

ریاض (پاکستان پوائنٹ نیوز29 نومبر2018ء) سعودی عربستان د فلسطين كډوالو لپاره د 50 ملين ډالره مرستې اعلان كړې ده۔ د سعودې خبري اژانس ترمخه شاه سلمان د ريليف مركز عمومي سپروائزر عب الله الربعيه سره رياض كښې د "یو اېن آر ډبلیو اے" ایجنسۍ هائي كمشنر بيار كرينپول سره په ګډه خبري كنفرنس ته خطاب كښې ووئيل د سعودي عربستان حكومت به "اونروا" ستونزو څخه خلاصولو له هره ممكنه مالي مرسته كوي۔

دا خبره دې ښكاره وي د ملګرو ملتونو ریلیف اېنډ ورکس ایجنسی "اونروا" غزہ، اردن، لبنان او سوريه كښې د فلسطين كډوالو ته د زده كړو ٬ روغتيا او د نورو بنيادي اسانيو ذمه واره ده ٬ سږ كال امريكا دغې ادارې ته وركړې كېدونكې مالي مرسته اېساره كړې وه چې په نتيجه كښې ئې ايجنسۍ لويو مالي ستونزو سره مخ ده۔ او دا اداره د يو شمېر سروسز په بندولو او د ملازمانو په ويستلو مجبوره ده۔