اولس مشر اوباما او د المان چانسلرې په حلب د روسيه بريدونو غندنه كړې

اولس مشر اوباما او د المان چانسلرې په حلب د روسيه بريدونو غندنه كړې

واشنګټن(پاکستان نیوز پوائنٹ 30ستمبر 2016ء) اولس مشر اوباما او د المان چانسلرې انجيلا مركل د جنګ ځپلې هېواد سوريه په حلب ښار د روسيه فضائي بريدونو او بمبارۍ غندنه كړې ده ۔د مېډيا راپور له مخې سپينې ماڼۍ د اړخه په بيان كښې وئېلي شوي د اولس مشر اوباما او انجيلا مركل ترمينځه په دې معامله د ټېليفون د لارې خبرې شوي دي چې پكښې هغوي د دې بريدونو ذمه وار روس او د سوريه حكومت ګرځولي ۔دواړو لارښودو د روس او سوريه حكومت فضائي بريدونه جارحيت ګرځولې۔دا خبره دې ياده وي چې د امريكې خارجه وزير جان كېري وئېلي وو په حلب د بريدونو په تناظر كښې د سوريه په اړه د روس سره د خبرو اترو عمل ختمېدې شي۔