ختيز افغانستان كښې امريكائي ډرون بريد كښې 15 وګړي وژلې شوي۔ملګري ملتونه

ختيز افغانستان كښې امريكائي ډرون بريد كښې 15 وګړي وژلې شوي۔ملګري ملتونه

كابل (پاکستان نیوز پوائنٹ 30ستمبر 2016ء) د ملګرو ملتونو افغان مشن وئېلي دي ختيز افغانستان كښې امريكائي ډرون بريد كښې 15 عام وګړي وژلې شوي دي ۔مېډيا له مخې امريكې دا ډرون بريد په 28 ستمبر د ختيز افغانستان ننګرهار ولايت آچين ولسوالۍ كښې رامخس ته شوے ؤ ۔د ملګرو ملتونو ځايې دفتر په خپل بيان كښې د دې بريد د پلټنو غوښتنه كړې وه۔د بيان له مخې په دې بريد كښې ځينې شرخوښي عناصر هم وژلې شوي وو خو زياتره عام وګړي وو۔د بيان له مخې ډرون بريد په يو داسې غونډه شوې ؤ د كومې مقصد چې د حج كولو نه پس بېرته راتلوونكو مشرانو هر كلے كول وؤ۔دا خبره دې ياده وي چې د امريكائي چارواكو له مخې ډرون بريد كښې د داعش اډه له مينځه وړل وه۔