په جده كښې په ټرافيكي پېښه 3 كسان مړه او 3 ژوبل شوي دي

په جده كښې په ټرافيكي پېښه 3 كسان مړه او 3 ژوبل شوي دي

جده (پاکستان پوائنٹ نیوز 21 مئی 2018ء) په جده كښې په ټرافيكي پېښه 3 كسان مړه او 3 ژوبل شوي دي۔ د سعودي ورځپاڼې راپور له مخې په جده كښې خبريالانو سره په خبرو كښې د هلال احمر وياند عبدالله ابو زېد ووئيل چې د جده ښار په ختيزه السامر محله كښې يو تند رفتار ټرك د سړك حفاظتي دېوال سره وجنګېدو او په نتيجه كښې ئې 3 كسان مړه او 3 ژوبل شول۔ ژوبل شوي كسان روغتون ته رسول شوي دي۔