سوريه ، د حماته پوځي اډه كښې د چاؤدنو پېښې – 28 عسكر مړه

سوريه ، د حماته پوځي اډه كښې د چاؤدنو پېښې – 28 عسكر مړه

دمشق (پاکستان پوائنٹ نیوز 21 مئی 2018ء) د سوريه منځني ښار حماته په يو پوځي اډه كښې د چاؤدنو پېښو په نتيجه كښې د وژل شويو عسكرو او د دوي د مرستيالو مليشيا شمېره 28 ته رسېدلې۔ په دې پېښو كښې يو شمېر نور كسان ژوبل شوي هم دي۔ د العربیه ټی وی ترمخه سوريه كښې د بشري حقونو په صورت حال نظر ساتونكې ادارې لخوا جاری كړې شوي يو بيان كښې وئيلي شوي چې د حماته په پوځي اډه كښې پرله پسې چاؤدنې وشوې چې په نتيجه كښې ئې 28 عسكر مړه او يو شمېر نور ژوبل شول۔ ددې چاؤدنو په نتيجه كښې ځينې نور كسان سخت ژوبل او يو شمېر نور بې دركه دي۔ بلخوا په سمدستي توګه ددې چاؤدنو سبب معلوم شوے نه دے۔ بياهم د بشري حقونو كارمند رامي عبدالرحمن ترمخه دا چاؤدنې د كوم فني خرابۍ نتيجه هم كېدې شي۔