د امريكائي خارجه وزير ټېكساس كښې د حق رسېدلې سبيكا شېخ كورنۍ سره غمرازي

د امريكائي خارجه وزير ټېكساس كښې د حق رسېدلې سبيكا شېخ كورنۍ سره غمرازي

واشنګټن (پاکستان پوائنٹ نیوز 21 مئی 2018ء) امريكائي خارجه وزير مائیک پومپیو د ټېكساس رياست سانټا ښار هائي سكول كښې د ډزو په نتيجه كښې د حق رسېدلې پاكستانۍ زده كوؤنكې سبيكا شېخ كورنۍ او عزيزانو سره غمرازي ښكاره كړې۔ سبیکا شیخ د امريكائي خارجه وزارت یوتھ اېکسچېنج پروګرام ترسېوري لاندې امريكائي سكول كښې زده كړې ترلاسه كولې۔ د غمرازۍ خپل پېغام كښې مائيك پومپئیو ووئيل د سبيكا شېخ په حق رسېدو امريكا او پاكستان كښې د غم دړد او افسوس څرګندونه شوې۔ د جمعې په ورځ رامخې ته شوې دې پېښه كښې 10 تنه وژلي شوي وو او دومره نور ژوبل شوي وو۔