پاکستان فلسطيني اولس سره ولاړ دے۔ پاكستان د فلسطيني اولس د عامې وژنې سخته غندنه كوي۔

دا روانه عامه وژنه فلسطيني اولس سره د 70 كلونو په ظلم كښې د يو بدرنګ باب اضافه ده۔ د او آئي سي غړي هېوادونه په دې سخت وخت كښې خپلو فلسطيني وروڼو خوېندو سره اوږه په اوږه ولاړ دي او ددوئي بشپړ ملاتړ كوي۔ مونږ له به ځوابي غوره تګلاره تيارول وي۔ د او آئی سی سرمشريزه غونډه د فلسطيني وګړو په ضد د زور ظلم او زياتي په اړه د بنيادي پېغام وركولو او د ځوابي حكمت عملۍ په توګه ډېره مهمه ده۔ مونږ دا مهال د تاريخ تر ټولو نازك پړاؤ څخه تېرېږو۔ مونږ له به خپل منځه اختلافات لرې كولو سره فلسطيني اولس سره د يو والي څرګندونه كول او ددوئي ملاتړ كول وي۔ د وزیراعظم شاهد خاقان عباسی د اسلامي مرستې تنظيم غېر معمولي غونډې ته خطاب

پاکستان فلسطيني اولس سره ولاړ دے۔ پاكستان د فلسطيني اولس د عامې وژنې سخته غندنه كوي۔
دا روانه عامه وژنه فلسطيني اولس سره د 70 كلونو په ظلم كښې د يو بدرنګ باب اضافه ده۔ د او آئي سي غړي هېوادونه په دې سخت وخت كښې خپلو فلسطيني وروڼو خوېندو سره اوږه په اوږه ولاړ دي او ددوئي بشپړ ملاتړ كوي۔ مونږ له به ځوابي غوره تګلاره تيارول وي۔ د او آئی سی سرمشريزه غونډه د فلسطيني وګړو په ضد د زور ظلم او زياتي په اړه د بنيادي پېغام وركولو او د ځوابي حكمت عملۍ په توګه ډېره مهمه ده۔ مونږ دا مهال د تاريخ تر ټولو نازك پړاؤ څخه تېرېږو۔ مونږ له به خپل منځه اختلافات لرې كولو سره فلسطيني اولس سره د يو والي څرګندونه كول او ددوئي ملاتړ كول وي۔ د وزیراعظم شاهد خاقان عباسی د اسلامي مرستې تنظيم غېر معمولي غونډې ته خطاب

استنبول (پاکستان پوائنٹ نیوز 19 مئی 2018ء) وزیراعظم شاهد خاقان عباسی د اسرائیلی ځواك د جبر او استبداد نښه جوړ شوي فلسطيني اولس سره د يو والي څرګندونه كولو سره ددې لوظ پخلې كړې چې پاکستان فلسطيني اولس سره ولاړ دے۔ پاكستان د فلسطيني اولس د عامې وژنې سخته غندنه كوي او او آئي سي سره دے۔ د خالي په ورځ د اسلامي مرستې تنظيم 7مې غېر معموملي غونډې ته خپل خطاب كښې وزيراعظم ووئيل مونږ دا مهال د تاريخ تر ټولو نازك پړاؤ څخه تېرېږو۔

مونږ له به خپل منځه اختلافات لرې كولو سره فلسطيني اولس سره د يو والي څرګندونه كول او ددوئي ملاتړ كول وي۔ وزیر اعظم د او آئی سی په غړو هېوادونو زور راوړو چې مونږ له به فعاله ځوابي غوره تګلاره جوړول وي۔ ده ووئيل بلخوا زمونږ د خپلو هېوادونو او اولس ترمينځھ يو والي ته اړتيا ده۔ مونږ له به خپل منځه سياسي اختلافات يو خواته كول وي۔ ددې څخه هم زيات مهم دا دي چې په بېلو څانګو كښې وړاندې ترتيب كړې شوې د او آئي سي حكمت عملۍ به اخلاص سره عملي كول وي۔

ده ووئيل دا ډول ګامونه پورته كولو سره مونږ د بهرني فشار مقابله كولې او خپل وروك شوې مقام ترلاسه كولې شؤ۔ ده ووئيل مونږ له به د خپل قسمت پرېكړې پخپله كول وي۔ وزيراعظم وړاندېز وركړو چې په سفارتي محاذ به مونږ له خپلې هڅې روانې ساتل وي دغسې چې د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل د خپلو قراردادونو عملي كولو ذمه واري ترسره كړي۔ ده په دې خبره زور راوړو چې د او آئي سي غړي دې په دې پوهه شي چې كه كونسل په خپلو قراردادونو عملدرآمد باوري كولو له خپله ذمه واري ترسره نه كړه نو د كونسل حېثيت ته ګوته نيولې كېدې شي۔

ده ووئيل مونږ له به د كونسل په قراردادونو عملدرآمد كښې دوه مخيزه معيار هم مسترد كول وي۔ وزیر اعظم دا هم وړاندېز وركړو چې د روانو غېر قانوني كاروايو په اړه د انصاف نړيوال عدالت قانوني رائې ترلاسه كول دې هم تر نظر لاندې وساتلې شي۔ دې سره سره وزيراعظم ووئيل د او آئي سي غړي هېوادونه دې فلسطینی کاز لپاره ٬ د روانې عامې وژنې او رياستي ترهګرۍ ختمولو له او د غوره ملاتړ ترلاسه كولو له نورو هېوادونو او ډلو ته ځان ورسوي او د نړيوالو قاعدو په بنياد دې د هغه آزاد او خپلواكه فلسطيني رياست آزادۍ له هڅه وكړي چې پايه تخت ئې القدس الشريف وو۔

وزيراعظم ووئيل دا خبره ډېره د افسوس ده چې امريكا د نړيوالو مطالبو باوجود يروشلم د اسرائيل پايه تخت تسليمولو او د خپل سفارت القدس ته د منتقل كولو پرېكړې ته بيا كتنه نه كوي۔ ده ووئيل او آئي سي يو اړخيزه پرېكړې مسترد كوي او ددې غندنه كوي۔ ده ووئيل پاکستان فلسطيني اولس سره ولاړ دے۔ پاكستان د فلسطيني اولس د عامې وژنې سخته غندنه كوي۔ دا روانه عامه وژنه فلسطيني اولس سره د 70 كلونو په ظلم كښې د يو بدرنګ باب اضافه ده۔

وزیر اعظم شاهد خاقان عباسی د تركيه اولس مشر طیب اردګان په خاص بلنه د او آئی سی سرمشريزه غونډه كښې ګډون كوي۔ ده ووئيل د او آئی سی سرمشريزه غونډه د فلسطيني وګړو په ضد د زور ظلم او زياتي په اړه د بنيادي پېغام وركولو او د ځوابي حكمت عملۍ په توګه ډېره مهمه ده۔ وزیر اعظم د تېر كال دسمبر مياشت كښې په شوې غېر معمولي غونډه كښې كړې خپلې دوه پوښتنې بيا وكړې۔

اولنۍ پوښتنه دا ده چې مونږ په دې قابو څنګه موندلې شو۔ حقیقت دا دې چې خپل يو والي ته كلك شكل وركړې شوې نه دې۔ دا نه يوازې فلسطين بلكې نورو شريكو مسئلو له هم حقيقت دے۔ نړۍ ددې ډول يوې بلې ستونېز هم ګواه ده۔ د تېرو 7 كالو راهېسې مقبوضه كشمير كښې اولس د هند د زور ظلم او زياتي په سېوري كښې ژوند كوي او د خپلواكۍ حق ترلاسه كولو سره هڅې جاري ساتلي دي۔

د فلسطین په مسئله كښې د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل قراردادونه پرله پسې نظر انداز كولې شي او د آزادۍ لپاره روانې هڅې ترهګرۍ سره د تړلو هڅې كولې شي۔ وزيراعظم ووئيل تر كومې چې مو په سياسي ٬ اقتصادي ٬ مواصلاتي او تكنيكي كمزورو قابو موندلې نه وي مونږ د خپلو وروڼو كه كشمير كښې دي يا فلسطين كښې دفاع كولې نه شو۔ ده ووئيل دوهمه پوښتنه دا وه چې زمونږ رد عمل به څه وي۔

آيا مونږ له به په نړيوال قانون عملدرآمد كښې په ناكامۍ او رياستي ترهګرۍ اكتفا كول وي۔ دا خبره دې ښكاره وي چې د موجوده حالاتو بدلولو له يوازې غصه كافي نه ده ۔ ده ووئيل پاكستان كښې د جمعې ورځ فلسطيني اولس سره د يو والي په توګه ولمانځلې شوه او جوماتونو كښې د فلسطين آزادۍ له دعاګانې وغوښتلې شو۔ وزيراعظم د غېر معمولې غونډې په رابللو د ترك اولس مشر مننه وكړه۔